د پنجاب وزيراعلی مريم نواز په هدايت سيلاب ځپليو لپاره لاهور څخه موبائل وين روغتون پيښور ته ورسيد

پېښور۔ 07 مئی (اے پی پی) د پنجاب وزيراعلی مريم اورنګزېب په هدايت لاهور څخه موبائل وېن روغتون پېښور ته رسېدلے دے ٬ دے وېن روغتون په سېلاب ځپلې سيمه عيسی خېل كښې د ډاكټر مسعود ګل په حجره كښې تېره ورځ د 800 رنځورانو معائنه وكړه او هغوي ته يۍ وېړيا دويانې وركړې۔ د پېښور میئر حاجي زبېر علي له مخې دا موبائل وېن روغتون به په پېښور سېلاب ځپليو سيمو كښې رنځورانو ته د غوره درملنو په شمول وېړيا دويانې وركول باوري كوي۔ دا خبره دې ياده وي چې تېره ورځ د پنجاب د روغتيا صوبائي وزير خواجه عمران نذير د پېښور ميئر په خواست 6 ټرکونه فوډ پېکچز راوړلو سره سټی مېټروپولېټن کونسل هال ته راورسېدل ۔ د ميئر په خواست د روغتيا وزارت د پنجاب وزيراعلی مريم نواز په امر د پېښور ځپليو سيمو كښې د موبائل وېن روغتون لېږلو اعلان كړے وو۔