د مسلم ليګ (ن) د عمومي كونسل غونډه به د يوم تكبير په موقعه كولې شي ٬ مريم اورنګزيب

لاهور۔7مئی (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (نون) د اطلاعاتو سېكترې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د مسلم ليګ (ن) د عمومي كونسل غونډه د يوم تكبير په موقعه د كولو پريكړه شوې ده۔ د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې دې وئيلي د پاكستان مسلم ليګ (ن) د لارښودو په مشاورت او وړاندېزونو د مئي په 28 مه نېټه به د ګوند د عمومي كونسل غونډه كيږي۔ په كال 1998 كښې د مئي په 28 مه نېټه د اتومي چاؤدنو 26 كلونو په بشپړ كېدو د غونډې په رابللو موافقت شوے دے۔ د ګوند د لارښودو مشاورت سره په 11 مئي كېدونكې د عمومي كونسل غونډه په 28 مئي د كولو پرېكړه شوې ده۔ ګوند د پاكستان د اتومي چاؤدنو سالګره په ګرد هېواد كښې قامي جذبې سره د لمانځلو پرېكړه هم كړې ده۔