د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د امريكن مشن ډپټي چيف اينډريو شوفر ملاقات

پیښور 06 مئی (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي چې د امريكې او پاكستان اولس ترمينځه روابط لا مستحكم كولو ته اړتيا ده٬ د افغانستان پشمول ګاونډي هېوادونو سره د ښه اړيكو خوښي لرو۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د امريكن مشن ډپټي چيف اينډريو شوفر سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال كړې۔ په ملاقات كښې په پېښور كښې تعينات د امريكن قونصل جنرل شانټي مور هم موجود وه۔ د امريكن مشن ډپټي چيف او د امريكې قونصل جنرل د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ته د ګورنر په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د شريكو خوښو په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع په بېلو څانګو كښې د امريكې پرمختيائي ادارو ترمينځه د شريك كار او په دوه اړخيزه مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر د امريكې او پاكستان اولس ترمينځه د دوه اړخيزه روابط او اړيكو ته لا ودې وركولو په ضرورت او د صوبې پرمختيائي پروژو په خاص توګه فني تعليم كښې مرستې په زياتولو هم زور راوړو۔ فيصل كريم كنډي ووئيل چې صوبه په خاص توګه قبائېلي او سوئېلي ضلعې د ترهه ګرۍ څخه ځپلې شوېدي٬ د صوبې پرمختګ او خوشحالۍ لپاره امن ضرورې دې٬ د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د افغان كډوالو تر څو لسيزو مېلمستيا كړې۔ دې ووئيل چې په غېر قانوني توګه مېشته افغان كډوالو په عزت سره بېرته د تللو عمل روان دے۔ په ملاقات كښې د امريكن مشن ډپټي چيف اينډريوشوفر ووئيل چې پاكستان او امريكا د ملګرتيا د اوږدې مودې اړيكې لري٬ د امريكې پرمختيائي او مرستې ادارې په صوبه كښې د اولس خېرښېګړی په بېلو پروژو كار كوي٬ امريكا پاكستان سره شراكتداري لا مستحكم كولو او په شريكو ترجيحاتو په ګډه د كار كولو عزم لري۔ دې ووئيل چې امريكا په پاكستان كښې د بشري يووالي په بنياد معاونت او نورې خېر ښېګړې او د تجارتي څانګو ښه والي كښې كردار ادا كوي۔