وزيراعلي سردار علي امين ګنډا پور په چلاس ټرافيكي پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 03 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې سردار علي امين ګنډا پور په چلاس كښې په ټرافيكي پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وزيراعلي غمژنو كورنيو سره د همدردۍ څرګندونه كولو سره د حق رسېدليو بخښنې لپاره دعا وكړه۔ ده په دې موقع په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔