د خيبر پښتونخوا وزيراعلې د مزدورانو پيكج يو په دوه كولو اعلان ٬ د ماشومانو د زده كړو مصاريفو له 17 كروړه 75 لكه روپۍ بينك ته منتقل كړې شوې

پېښور ۔ 01 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور د صوبائي حكومت لخوا مزدورانو ته د وركول كېدونكي پېكج يو په دوه كولو اعلان كولو سره د دوئي د ماشومانو تعليمي مصاريفو لپاره 17 كروړه 75 لکه روپۍ بېنك آف خېبر ته آن لائن ټرانسفر كړې۔ د مزدورانو نړيوالې ورځې مناسبت سره دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د محكمې آمدن يو په دوه شوے دے ځكه د مزدورانو پېكج دے هم يو په دوه كړې شي۔ ده هدايت وكړو چې د ټولو مزدورانو بېنك اكاونټس جوړولو سره دې د دوئي اجرت د دوئي اكاؤنټ ته ولېږلې شي۔ ده ووئيل كه د مزدور لږ تر لږ اجرت 32 زره روپۍ وي نو مزدار ته بايد دومره وركړے شي۔ وزیراعلیٰ په پېښور كښې مزدورانو لپاره د جوړ كړې شويو 2056 فلېټس زر تر زره مزدورانو ته د سپارلو هدايت وكړو۔ ده ووئيل مزدور تنظیمونه دې مشاورت سره په سپېځلي ډول دا فلېټس د مزدورانو ترمينځه تقسيم كړي۔ وزيراعلې د مزدورانو د ماشومانو تعليمي مصاريفو لپاره 17 كروړه 75 لکه روپۍ بېنك آف خېبر ته آن لائن ټرانسفر كړې۔ ده ووئيل كه د خواري كښې طبقې د وينې او اوښكو احساس وي نو د دوئي 90 فيصده مسئلې به په خپله حل شي۔ ده ووئيل چې كومې څانګې وروستو پاتې شوي دي نو هغوي ته بايد ترقي وركړې شي۔ ده ووئيل كارخانو ته به آسانۍ وركړؤ دغسې چې دغلته كار كوؤنكو مزدورانو ته ددې ګټه ورسي۔ ده ووئيل مونږ له به د ټكونو په ځايې اصلاح پلو پام ګرځول وي ٬ كه مونږ يو موټي شوؤ نو څوك هم مونږ د يو عظيم قام جوړېدو څخه منع كولې نه شي۔