د پرچې په آؤټ كېدو 12 كسان معطل٬ زمونږ په امتحانات كښې د 90 فيصده نه زياته سپېځلتيا ده۔ د تعليم وزير فېصل تركئۍ

پېښور 30 اپرېل(اے پي پي) د تعليم صوبائي وزير فېصل ترکئي په صوبه كښې د ازموئينو په اړه د پرېس كنفرنس په مهال وئيلي دي د ميټرك امتحانانو پحقله په سوشل ميډيا شكايتونه تر لاسه شوي٬ د پرچې آٶټ كوٶنكي په ګوته كړې شوي او په دې لړ كښې 12 كسان معطل كړے شوي٬ د كومو امتحاني هالونو په اړه چې شكايت راځي په ھغې به بندېز لګوٶ۔ د تعليم وزير فېصل خان ترکئۍ ووئيل زمونږ په ازموئينو كښې د 90 فيصده نه زياته سپېځلتيا ده٬ د نورو صوبو په نسبت په خېبرپښتونخوا كښې د امتحانونو ماحول د ډاډ وړ دے ۔