د مزدورانو نړيواله ورځ سبا ٬ د صحافت د آزادۍ په 3 مئي لمانځلې شي

سرګودها۔30 اپرېل(اے پی پی) د سرګودھا په شمول په ګرد هېواد كښې د مزدورانو نړيواله ورځ سبا د شورؤ په ورځ د مئي په اولنۍ نېټه او د صحافت د آزادۍ نړيواله ورځ د مئي په 3 مه نېټه لمانځلې شي۔ د مئي په اولنۍ نېټه به عامه رخصتي وي او د بېلو مزدورانو تنظيمونو لخوا به لاريونونه ويستلې شي٬ اولسي غونډې او سيمينارونه به كولې شي۔ په دې موقع به مزدور لارښود په دې لاريونونو او سيمينارونو كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كوي۔ د مئي په 3 مه نېټه به د صحافت نړيوالې ورځ په اړه د د ګرد هېواد په ټولو پرېس كلبونو كښې د دې ورځې افاديت په اړه د دستورو اهتمام كولې شي او ځوانانو لپاره به د خصوصي وركشاپس اهتمام كولې شي په كومو كښې به چې د هېواد نوموړي ځوانان په صحافتي چارو رڼا اچوي