خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو له امله په رامخې ته شوو پېښو كښې 17 كسه مړه٬ 23 ژوبل

پېښور 30 اپرېل(اے پی پی)په خېبرپښتونخوا كښې د بارانونو له امله د رامخې ته شوو پیښو په نتيجه كښې 17 كسه مړه او 23 ژوبل شوي۔په دې اړه پي ډي اېم اے رپورټ كښې وئېلي دي د اوسنو طوفاني بارانونو له امله 17 تنه په حق رسېدلې چې پكښې 5 ماشومان هم شامل دي۔د پي ډي اېم اے وينا ده په ټوله خېبرپښتونخوا كښې د طوفاني بارانونو له امله د كورونو ديوالونه٬چهتونه پرېتي او د تندر لوېدو څخه 116 كورونه ځپلي٬ 100 كورونه په جزوي او 16 كورونه راپريوتې دي۔رپورټ كښې وئېلي شوي په اوسنو بارانونو كښې تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان باجوړ ضلع كښې شوے چرته چې پنځه كسه مړه٬ 10 ژوبل او 20 كورونو ته زيان رسېدلے