بره كوهستان كښې لينډ سلائيډنګ ٬ په مرسته كولو بهرنيو سيلګرو د پاكستان پوليس مننه وكړه

اپر کوهستان ۔ 30 اپرېل (اے پی پی) په بره كوهستان كښې د لېنډ سلائيډنګ له امله ګېرو شوو الماني او سري لنكن سېلګرو وئيلي دي مونږ په مرسته كولو د پاكستان پوليس اهلكارو مننه كوؤ۔ د بره کوهستان پولیس له مخې الماني او سري لنكن سېلګرو ګلګت څخه اسلام آباد ته د سفر په مهال د لېنډ سلائيډنګ له امله رامخې ته شوو ستونزو څخه ويستلو كښې په مرسته كولو د پاكستاني پوليس مننه وكړه۔ د زيات باران او لېنډ سلائيډنګ د لاسه مسافرو خپل سفر وځنډولو او په يو ځايي پوليس سټېشن كښې يۍ پناه واغسته۔ سری لنکن سېلګري جيسي ووئيل د سختو حالاتو باوجود پوليس مونږ ته خوراك راكړو او زمونږ حفاظت ئۍ باوري كړو۔ د ډسټرکټ پولیس آفیسر اپر کوهستان په هدايت د لوټر تھاڼې ډلې د ډي اېس پي محمد سجاد او د اېس اېچ او عبدالرحیم په مشرۍ كښې د دوو بهرنيو شمول يو شمېر ګېر شوي سېلګري بچ كړل او هغوي ته يۍ په پوليس سټېشن كښې عارضي پناه وركړه۔ دې څخه وروستو د قراقرم لارې څخه ملبه لرې كرې شوه او سېلګري په حفاظت سره اسلام آباد ته راورسولې شول