اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال چوهدري وئېلي دي چې د راتلونكي كال ساؤت اېشين ګيمز نه وړاندې نارووال سپورټس سټي د نړيوال معيار له مخې تيارولو عزم لرم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نارووال سپورټس سټي انتظامي معاملات په اړه يوه غونډه كښې وكړه۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال چوهدري …
د ساؤت ايشين ګيمز نه وړاندې نارووال سپورټس سټي د نړيوال معيار له مخې تيارول زما عزم دے۔احسن اقبال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال چوهدري وئېلي دي چې د راتلونكي كال ساؤت اېشين ګيمز نه وړاندې نارووال سپورټس سټي د نړيوال معيار له مخې تيارولو عزم لرم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نارووال سپورټس سټي انتظامي معاملات په اړه يوه غونډه كښې وكړه۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال چوهدري په نارووال سپورټس سټي كښې موجود د سكواش و بیډمنټن هالز، باسکټ بال، کرکټ، فټبال او هاکی ګراؤنډز او د سپورټس سټی هاسټلز بحالۍ كار زر تر زره بشپړېدو په اړه ایګزیکیوټنګ ايجنسيز ته هدايات وركړل۔ د دې نه علاوه وفاقي وزير سپورټس سټي كښې د كبډۍ ګراؤنډ جوړولو او د برېښنا پشمول د ټولو معاملات زر بشپړ كولو هدايات جاري كړل۔ وفاقي وزير ووئيل چې د راتلونكې كال ساؤت ايشن ګيمز نه وړاندې به وړومبې نارووال سپورټس سټي د انټرنېشنل معيار له مخې تيارول وي٬ كركټ ګراؤنډ به بيا د سره نوې تيارول وي دغسې چې مونږ راتلونكي سيزن كښې فرسټ كلاس كركټ ميچونه په دې ګراؤنډ كښې وكړؤ۔ ده ووئيل چې زه به هره اونۍ د نارووال سپورټس سټي دوره كوم او د ایګزیکیوټنګ ايجنسيز د پرفارمنس څارنه به پخپله كوم۔ د دې نه پس وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال چوهدري د نارووال سپورټس سټي تفصيلي دوره وكړه۔په غونډه كښې د نارووال پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر محمد يونس٬د بين الصوبائي رابطې وفاقي سېكرټري نديم ارشد كياني٬د پاكستان سپورټس بورډ او د بين الصوبائي رابطې اېډېشنل سېكرټري ظهور احمد٬د د نارووال ډپټي كمشنر سيد حسن رضا٬د نارووال سپورټس سټي فوكل پرسن فاروق اعظم٬د لوړو زده كړو كمېشن او د پاكستان سپورټس بورډ استازو ګډون وكړو








