په لكي مروت كښې د واده په موقع د دوو ډلو ترمينځه ډزې ٬ 6 كسان مړه شول

پېښور ۔ 24 اپریل (اے پی پی) په لكي مروت ضلع كښې د واده دستورې په مهال د دوو ډلو ترمينځه په يو بل د ډزو پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه شوي۔ د پوليس له مخې د لكي مروت په اګري خانزاده خېل سيمه كښې تېره شپه د واده ټنګ ټكور محفل څخه وروستو د دوو ډلو ترمينځه په يو بل د ډزو پېښه رامخې ته شوه۔ د …

پېښور ۔ 24 اپریل (اے پی پی) په لكي مروت ضلع كښې د واده دستورې په مهال د دوو ډلو ترمينځه په يو بل د ډزو پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه شوي۔ د پوليس له مخې د لكي مروت په اګري خانزاده خېل سيمه كښې تېره شپه د واده ټنګ ټكور محفل څخه وروستو د دوو ډلو ترمينځه په يو بل د ډزو پېښه رامخې ته شوه۔ د ډزو په مهال په مړو شوو كښې په لاره تلونكي دوه كسان هم شامل دي۔ د ډزو دا پېښه د احسان او عمران ډلو ترمينځه رامخې ته شوه۔ دواړه ډلې غزنې خېل سره تعلق لري۔ د پوليس له مخې د دې دواړو ډلو ترمينځه دښمني د پخوا نه راروانه وه۔ بلخوا په مړو شوو كښې 2 اشتهاري مجرمان هم شامل دي۔ د ډزو په نتيجه كښې يو ځوانان ژوبل شوے هم دے۔ پوليس مړي او ژوبل شوے كس ډي اېچ کیو روغتون تاجه زئی ته منتقل كړي او د پېښې په اړه يۍ پلټنې پېل كړې دي