لاهور۔23اپرېل(اے پی پی) د ایران صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره لاهور ته ورسېد۔ د پنجاب وزير اعلی مریم نواز شريف سينئر صوبائي وزيرې مريم اورنګزېب سره په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر ايراني صدر ته تود هركلے ووے۔ په دې موقعه ماشومانو عزتمندو مېلمنو ته ګلدستې وړاندې کړې۔ د پنجاب وزيراعلې مريم نواز شريف د ايران صدر سره د پنجاب کابينه معرفي …
د ايران صدر ته لاهور ته په رسيدو د پنجاب وزيراعلی تود هركلے ووے

مزید خبریں
لاهور۔23اپرېل(اے پی پی) د ایران صدر ډاکټر سید ابراهیم رئیسي د نهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره لاهور ته ورسېد۔ د پنجاب وزير اعلی مریم نواز شريف سينئر صوبائي وزيرې مريم اورنګزېب سره په علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر ايراني صدر ته تود هركلے ووے۔ په دې موقعه ماشومانو عزتمندو مېلمنو ته ګلدستې وړاندې کړې۔ د پنجاب وزيراعلې مريم نواز شريف د ايران صدر سره د پنجاب کابينه معرفي کړه۔ په دې مهال د صوبائي كابينې غړي ، سينئر وزيره مريم اورنګزېب، د اطلاعاتو وزيره عظمي بخاري، د خزانې وزير مجتبي شجاع الرحمان، سېنېټر پرويز رشيد، د خوراک وفاقي وزير بلال ياسين، د روغتيا وزير خواجه سلمان رفيق، د صنعت وزير چوهدري شفيع حسېن، د ايران قونصل جنرل مهران مواحد فر ٬ چيف سېكتر زاهد اختر زمان ٬ آئي جي پنجاب ډاكټر عثمان او نور اړوند اعلی چارواكي موجود وو۔








