باجوړ 21 اپرېل (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ حلقه این اے 8 باجوړ او صوبائی اسمبلۍ حلقه پی كے 22 كښې ضمنی ټاكنو لپاره پولنګ پيل شوې۔په دې حلقو كښې ووټران سهار 8 بجے راهسې خپل خپل پولنګ سټېشنو ته رسيدلې او خپل ووټ كاسټ كوي۔ د ووټنګ عمل به تر ماښام 5 بجے روان وي۔په این اے 8 د پی ټی آئی حمایت یافته كانديد ګل ظفر خان …
د باجوړ حلقه این اے 8 او پی كے 22 كښې ضمنی ټاكنو لپاره پولنګ پيل شوې

مزید خبریں
باجوړ 21 اپرېل (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ حلقه این اے 8 باجوړ او صوبائی اسمبلۍ حلقه پی كے 22 كښې ضمنی ټاكنو لپاره پولنګ پيل شوې۔په دې حلقو كښې ووټران سهار 8 بجے راهسې خپل خپل پولنګ سټېشنو ته رسيدلې او خپل ووټ كاسټ كوي۔ د ووټنګ عمل به تر ماښام 5 بجے روان وي۔په این اے 8 د پی ټی آئی حمایت یافته كانديد ګل ظفر خان او په پی كے 22 مبارك زیب خان او بيلو ګوندونو كانديدانو ترمينځه سخته مقابله متوقع ده۔ د پی ټی آئی حمایت یافته كانديد ریحان زیب مرګ نه پس حلقه كښې په 8 فروری كيدونكې ټاكنې ځنډولې شوي وي۔ این اے 8 باجوړ لپاره مجموعي 366 پولنګ اسټېشنې جوړې شوي ۔ په دې حلقه كښې د رجسټرډ ووټرانو شميره 672,591 ده ۔حلقه كښې 88 پولنګ سټېشنې زياتې حساس او 151 حساس ګرځولې شوي۔دغسې پی كے 22 لپاره 91 پولنګ اسټېشنې جوړې شوي چې پكښې د نارينه او ميرمنو 88 شريكې پولنګ سټېشنې شامل دي۔ټاكنو كښې برخه اخستونكو كانديدانو پلويان د لارښودنې لپاره د پولنګ سټېشنو بهر موجود دي۔








