حېدرآباد۔ 17 اپرېل (اے پی پی) جامشورو ته نزدې په انډس هائي وے ترافيكي پېښه كښې د آئل ټېنكرز ډرائيور پشمول 6 كسان مړه او 30 څخه زيات ژوبل شوي۔ تفصیلات له مخې لاړکانه څخه كراچۍ ته تلونكے مسافر كوچ له بلې مخې راروان آئل ټېنكر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئۍ د آئل ټېنكر د ډرائيور په شمول 6 كسان مړه او 30 څخه زيات ژوبل شول۔ …
جامشورو ته نزدې په انډس هائي وے ترافيكي پيښه ٬ 6 مړه ٬ 30 څخه زيات ژوبل

مزید خبریں
حېدرآباد۔ 17 اپرېل (اے پی پی) جامشورو ته نزدې په انډس هائي وے ترافيكي پېښه كښې د آئل ټېنكرز ډرائيور پشمول 6 كسان مړه او 30 څخه زيات ژوبل شوي۔ تفصیلات له مخې لاړکانه څخه كراچۍ ته تلونكے مسافر كوچ له بلې مخې راروان آئل ټېنكر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئۍ د آئل ټېنكر د ډرائيور په شمول 6 كسان مړه او 30 څخه زيات ژوبل شول۔ مړي او ژوبل شوي كسان د مانجھند تحصیلِ روغتون ته منتقل كړے شول چرته څخه چې ژوبل شوي د ابتدائي طبي مرستې څخه ورستو د اېدھی ایمبولېنس د لارې عبداللہ شاہ انسټیټیوټ سیون او حېدرآباد سول روغتون ته منتقل كړے شول۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو اېس اېس پی جامشورو محمد طارق نواز او اے سی مانجھند د پېښې ځاے ته ورسېدل او د مرستې د كارروائيو نګراني ئۍ وكړه








