د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د ډوډۍ په بيعه كښې د پنځو روپو كمي اعلان وكرو

پیښور 15اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د خوراك صوبائي وزير ظاهر شاه طورو او د خوراك سېكرټري ظريف المعاني سره د مشاورت نه پس په صوبه كښې د ډوډۍ بيعه كښې د پنځو روپو كمي كولو اعلان وكړو ۔د حكومت لخوا جاري اعلاميې له مخې د 100 ګرام ډوډۍ بيعه 15 روپۍ او د 200 ګرام ډوډۍ بيعه به 30 روپۍ وي۔د خوراك وزير ظاهر شاه …

پیښور 15اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی علي امين ګنډا پور د خوراك صوبائي وزير ظاهر شاه طورو او د خوراك سېكرټري ظريف المعاني سره د مشاورت نه پس په صوبه كښې د ډوډۍ بيعه كښې د پنځو روپو كمي كولو اعلان وكړو ۔د حكومت لخوا جاري اعلاميې له مخې د 100 ګرام ډوډۍ بيعه 15 روپۍ او د 200 ګرام ډوډۍ بيعه به 30 روپۍ وي۔د خوراك وزير ظاهر شاه طورو ووئيل په خېبرپښتونخوا كښې اولسي حكومت دے٬د اولس خېرښېګړې لپاره به هر ډول اقدامات كوو۔د خېبرپښتونخوا اولس ته زيات نه زيات رېليف وركولو لپاره نور انقلابي او اولس دوسته اقدامات به كولې شي۔ظاهر شاه طورو ووئيل د ډوډۍ په بيعه كښې د پنځو روپو د كمي كولو اعلاميه جاري كړې شوې۔