وزيراعلی علي امين ګنډاپور په مټه كښې د كمر لوئيدو پېښه كښې د دوه كوچنيانو په حق رسيدو د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور د سوات په مټه سيمه کښې د كمر ښويدو له امله د دوه ماشومانو په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې وزيراعلی غمجنې كورنۍ سره خواخوږي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو كوچنيانو له د لوړو درجو دعا وكړه۔ ده ځپلې كورنۍ له د مالي مرستې اعلان كولو سره ضلعي انتظاميې سره د مرستې كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل مونږ د غمجنې كورنۍ په غم كښې شريك يؤ او دوئي به په دې سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدؤ۔