وزيراعلی علي امين ګنډاپور د لينډ سلائيډنګ له امله د بحرين کالام روډ د بنديدو نوټس واخست

پېښور ۔ 13 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور په سوات کښې د لېنډ سلائيډنګ له امله د بحرين کالام روډ د بندېدو نوټس اخستې او د ملاکنډ کمشنر او د سوات ډي سي ته يې د ټرېفك بحالۍ لپاره په بېړني بنيادونو د اقداماتو كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعلی هاؤس پيښور لخوا جاري شوي يو بيان کښې وزيراعلی وئيلي چې د لارې …

پېښور ۔ 13 اپریل (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سردار علي امين ګنډاپور په سوات کښې د لېنډ سلائيډنګ له امله د بحرين کالام روډ د بندېدو نوټس اخستې او د ملاکنډ کمشنر او د سوات ډي سي ته يې د ټرېفك بحالۍ لپاره په بېړني بنيادونو د اقداماتو كولو هدايت كړے دے۔ د وزيراعلی هاؤس پيښور لخوا جاري شوي يو بيان کښې وزيراعلی وئيلي چې د لارې پرانستلو لپاره دې ټول موجود وسائل وکارولې شي او د لارې د بند پاتې كېدو له امله په سيمه کښې ګېر شويو سېلانيانو ته دې ضروري آسانۍ ورکړې شي۔ په صوبه کښې روانو بارانونو ته پام كولو سره وزيراعلی ټولو ضلعې انتظاميې او امدادي ادارو ته د بېدار پاتې كېدو او په كومه هم ناڅاپي پېښه كښې د ځاني او مالي زيان تر ټيټې كچې راوستلو له د انتظاماتو باوري كولو هدايت وكړو۔ وزيراعلی دا هم هدايت وکړو چې په كوم هم ناوړه صورتحال كښې دې ځپيلو ته فوري ريليف او په وخت طبي مرسته رسولو له ضروري ګامونه پورته كړې شي او دغسې په اوسنيو بارانونو كښې د پي ډي اېم اے لخوا په جاري كړې شويو احكاماتو دې عملدرآمد باوري كړې شي۔