مظفرګړه 8 اپرېل (اے پی پی) د مظفر ګړھ په علي پور سيمه كښې د خپلې كورودانې او د خپلو كوچنيانو دړدېدلې پېښې سفاك مجرم سجاد ونيولے شو۔ آر پی او ډیرہ غازی خان کېپټن (ر) سجاد حسن خان د پېښی فوري نوټس اخستلو سره ډی پی او مظفرګړھ څخه رپورټ غوښتلې او ډي پي او مظفر ګړھ ته يۍ په سمدستي توګه د پېښې ځايې ته د رسېدو هدايت …
مظفر ګړھ ٬ د كورودانې او كوچنيانو د وژل كيدو دړديدلې پيښه ٬ سفاك مجرم سجاد ونيولے شو

مزید خبریں
مظفرګړه 8 اپرېل (اے پی پی) د مظفر ګړھ په علي پور سيمه كښې د خپلې كورودانې او د خپلو كوچنيانو دړدېدلې پېښې سفاك مجرم سجاد ونيولے شو۔ آر پی او ډیرہ غازی خان کېپټن (ر) سجاد حسن خان د پېښی فوري نوټس اخستلو سره ډی پی او مظفرګړھ څخه رپورټ غوښتلې او ډي پي او مظفر ګړھ ته يۍ په سمدستي توګه د پېښې ځايې ته د رسېدو هدايت وكړو۔ ده ووئيل په پیښه كښې ككړ سفاك مجرم د كوم رعايت مستحق نه دے ٬ د كوټلې شواهدو په بنياد به مجرم ته د عدالت د لارې سخته سزا وركولې شي۔ د تفصیلات له مخې د مظفر ګړھ په علي پور سيمه كښې د درزي كار كوؤنكي سجاد نومې يو وحشي انسان خپل كوچنيان او كورودانې ووژله۔ آر پی او ووئيل چې د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو پوليس ډلې موقعې ته ورسېدې او مجرم يۍ ونيولو۔








