بنوں، د ترهه كرۍ په پېښه كښې شهید شويو پولیس اهلکارو د جنازې لمونځ ادا كړې شو

بنوں 06 اپرېل (اے پي پي) د ترهه كرو په ډزو كښې شهید شويو پولیس اهلکارو د جنازې لمونځ پولیس لائن كښې سرکاری اعزاز سره ادا کړې شوي۔ شهید شوې ډی اېس پی هیډ کوارټر لکی مروت ګل محمد خان، کانسټیبل نسیم ګل او سلامت خان مړو ته سلامي هم وكړې شوه۔د جنازې لمونځ په موقع ډی پی او بنوں، لکی مروت او پولیس او آرمی آفیسرز ګډون وكړو۔دا خبره …

بنوں 06 اپرېل (اے پي پي) د ترهه كرو په ډزو كښې شهید شويو پولیس اهلکارو د جنازې لمونځ پولیس لائن كښې سرکاری اعزاز سره ادا کړې شوي۔ شهید شوې ډی اېس پی هیډ کوارټر لکی مروت ګل محمد خان، کانسټیبل نسیم ګل او سلامت خان مړو ته سلامي هم وكړې شوه۔د جنازې لمونځ په موقع ډی پی او بنوں، لکی مروت او پولیس او آرمی آفیسرز ګډون وكړو۔دا خبره دې ياده وي چې ډی ایس پی ګل محمد خان او کانسټیبل نسیم ګل لکی مروت كښې د ترهه ګرو په بريد كښې شهيدان شوې ؤ۔ کانسټیبل سلامت خان تيره شپه نامعلوم وسله والو شهيد كړې ؤ۔