جنېوا ۔1اپریل (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) وئيلي دي چې د غزه په الشفا روغتون د مارچ په 18 مه نېټه د اسرائيلي پوځ د دويم بريد څخه وروستو تر دې دمه 21 رنځوران مړه شوي دي۔ د ډبليو اېچ او ډي جي ټېډروس ازهانوم ګریبیس په يو بيان كښې د الشفا دننه د يو هېلت وركر حواله وركولو سره ووئيل 100 څخه زيات رنځوران …
د غزه په الشفا روغتون د مارچ په 18 مه نيټه د اسرائيلي پوځ دويم بريد څخه وروستو تر دې دمه 21 رنځوران مړه شوي دي٬ د روغتيا نړيواله اداره
جنېوا ۔1اپریل (اے پی پی) د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) وئيلي دي چې د غزه په الشفا روغتون د مارچ په 18 مه نېټه د اسرائيلي پوځ د دويم بريد څخه وروستو تر دې دمه 21 رنځوران مړه شوي دي۔ د ډبليو اېچ او ډي جي ټېډروس ازهانوم ګریبیس په يو بيان كښې د الشفا دننه د يو هېلت وركر حواله وركولو سره ووئيل 100 څخه زيات رنځوران ( په كومو كښې چې څلور ماشومان او 28 نازك رنځوران شامل وو) د روغتون دننه ګېر شوې وو كومو چې د خصمانې ضروري وسائل نه لرل۔ د ډبليو اېچ او مشر د روغتون په ناوړه وضعه اندېښنه ښكاره كولو سره وئيلي چې د صفايۍ ناقص انتظام او د اوبو د كمي له امله يو شمېر رنځونه خپرېږي۔ ده خبردارې وركړو چې خوراك زيات محدود دے او دا د شوګر رنځورانو لپاره ډېره خطرناكه خبره ده د كومو حالت چې مخ په خرابېدو دے۔ ده په اسرائيل زور راوړو چې هغوي د رسنې او بشري خواخوږۍ راهداري آسانه كړي دغسې چې د رنځورانو ځانونه بچ كړې شي۔









