ریاض۔31 مارچ(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان بن عبد الله فلسطيني وزيراعظم او خارجه وزير ډاکټرمحمد مصطفی سره ټيلېفوني تماس ونيولو۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې سعودي خارجه وزير په خپلو ټېلېفوني خبرو كښې ډاکټر محمد مصطفی ته د فلسطینی حکومت په تشكيل كولو او د خارجه وزير منصب په سنبالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل …
د سعودي خارجه وزير فلسطيني وزيراعظم سره ټيليفوني تماس

مزید خبریں
ریاض۔31 مارچ(اے پی پی) سعودی خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان بن عبد الله فلسطيني وزيراعظم او خارجه وزير ډاکټرمحمد مصطفی سره ټيلېفوني تماس ونيولو۔ د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې سعودي خارجه وزير په خپلو ټېلېفوني خبرو كښې ډاکټر محمد مصطفی ته د فلسطینی حکومت په تشكيل كولو او د خارجه وزير منصب په سنبالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل هيله ده چې په سختو حالاتو كښې به فلسطينې حكومت د اولس بهترۍ لپاره مناسب ګامونه پورته كړي۔ په ټېلېفوني تماس كښې د غزه او دې سره پېوستو سيمو كښې په روانه وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې په دې مهال جنګ بندۍ لپاره په روانو هڅو هم خبرې وشوې۔









