په سوئيلي افريقا كښې ترافيكي پيښه ٬ 45 كسان مړه شول

کېپ ټائون۔29مارچ(اے پی پی) د سوئيلي افريقې په ليمپوپو ولايت كښې د بس غر څخه د پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 45 كسان مړه شوي۔ سی اېن اېن د ساؤتھ افریقن براډکاسټنګ کارپورېشن په اړه وئيلي دي په بس كښې ناست كسان د بوټسوانا سر ښار ګېبورون څخه ايسټر اختر لپاره يو چرچ ته روان وو چې په دغه مهال بس د موکوپین او مارکن ترمينځه مماتلاکالا غر څخه لاندې پرېوت۔ د پېښې په نتيجه كښې 485 كسان مړه او يوه 8 كلنه ماشومه زياته ژوبل شوې كومه چې روغتون ته منتقل كړې شوې۔ د سوئيلي افريقې د ټرانسپورټ څانګې پېښه كښې د 45 كسانو د مرګ تصديق كړے۔ د ټرانسپورټ محكمې وئيلي دي د اطلاعات له مخې بس د ډرائيو نه بې قابو كېدو سره پل څخه نزدې 50 ميټره لاندې پرېوتے۔ د مړو شوو مسافرو مړي راويستلو له كارروائي روانه ده۔ بلخوا د پېښې سبب معلومولو له پلټنې روانې دي۔ د ځائي چارواكو له مخې پېښه كښې ځينې مړي سوځيدلي چې شناخت يۍ په فوري توګه نه دے شوے۔