حلب سره نزدې په اسرائيلي بريد كښې د سوريې 36 پوځيان شهيدان شول

دمشق 29 مارچ (اے پي پي)د سوريې حلب ښار سره نزدې په اسرائيلي بريد كښې د سوريې 36 پوځيان شهيدان شوي۔اردو نيوز د سيرين آبزرويټري فار هيومن رائټس وار مانيټر په اړه وئېلي دي په دې بريد كښې د سوريې 36 پوځيان شهيدان شوي۔په بريد كښې د لبناني تنظيم حزب الله راكټ ډبو سره نزدې سيمه په نخښه كړې۔د سوريې سركاري نيوز ايجنسۍ سانا وئېل د جمعې په ورځ سهار شوي بريد كښې په لويه شمېره خلق شهيدان او ژوبل شوو كښې عام وګړي او پوځي اهلكار شامل دي۔د سوريې پوځ سانا ته ووئيل د جمعې په ورځ سهار 2 بجې 45 دقيقې ته نزدې اسرائيل د حلب په سوئېلي ختيز د اثريا څخه فضائي بريد وكړو۔د بشري حقونو نګراني ادارې وئېلي دي د بريدونو دوه ساعت نه پس هم د چاودنو غږونه اورېدلے كېدل۔په دې بريدونو كښې د اسرائيلي چارواكو لخوا په سمدستي توګه كوم بيان نه دې رامخې ته شوے ۔