د خېبرپښتونخوا سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې د پسرلي موسم رخصتۍ اعلان شوې

پېښور 28مارچ (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې د پسرلي موسم رخصتۍ اعلان كړی شوي ۔د خېبرپښتونخوا ايليمنټري اينډ سكينډري ايجوكېشن ډيپارټمنټ لخوا جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې به د وړومبي اپرېل نه تر 8 اپرېل د پسرلي موسم رخصتۍ وي او د سكولونو پرنسپلز صاحبان٬استاذان او د اسټاف وغېره به نور خپله حاضري باوري كوي۔