ادلب او حلب كښې د ترهه ګرو بريدونه ناكامه كړے شول ۔د سوريې دفاع وزارت

دمشق 28مارچ (اے پی پی)د سوريې ځواكونو ادلب او حلب كښې د ترهه ګرۍ بريدونه ناكامه كړي۔شنهوا له مخې د سوريې د دفاع وزارت تېره ورځ جاري بيان كښې وئېلي دي تېره شپه د روژه ماتي په مهال ترهه ګرو بريدونو كښې د سوئېلي ادلب سيمې كفرنبل او حلب شمالي سيمو سره نزدې پوځي اډې په نخښه كړې چې په دې د سوريې ځواكونو په سمدستي كاروائيو كولو سره د ترهه ګرو بريدونه په موثره طريقه ناكامه كړل چې په نتيجه كښې يې بريد كوونكو عسكريت خوښو ته لويې ځاني زيان واوړېدلو ۔بيان كښې وئېلي شوي د حلب په شمالي سيمو كې د عملياتو په مهال يو ترهه ګر ونيولے شو۔