د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خېبرپښتونخوا په بشام ښار كښې د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه

ملګري ملتونه 28مارچ (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د پاكستان خېبرپښتونخوا بشام ښار ته نزدې شوے ترهه ګرۍ بريد بزدلانه ګرځولو سره د دې غندنه وكړه ٬په دې بريد كښې پنځه چينائي او يو پاكستانے وګړے په حق رسېدلے۔د چائنا ګلوبل ټيلي ويژن نيټ ورك له مخې د سلامتي كونسل غړو ځپليو كورنيو او د پاكستان او چين حكومتونو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه كړې۔سلامتي كونسل تېره ورځ يو پرېس بيان كښې د ژوبل شوو زر او بشپړه روغ صحت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔د كونسل غړو د دې خبرې پخلے وكړو چې ترهه ګرۍ په خپلو ټولو شكلونو او مظاهرو كښې نړيوال امن او سلامتيا لپاره تر ټولو سنګينو خطرو كښې يوه ده۔د كونسل غړو د دې خبرې پخلے وكړو چې د ترهه ګرۍ كومه هم كاروائي مجرمانه او بلا جواز ده كه د دې محرك چې څه هم وي چرته ٬ كله او چا چې هم كړې وي ۔