د62 زره نه زيات غېر قانوني هېواد پرېښودونكې د كال 2023 په مهال مړه يا بې دركه شوي٬ د كډوالو نړيواله اداره

جنيوا۔28 مارچ(اے پي پي)جنيوا كښې د كډوالو نړيوالې ادارې وئېلي دي د كال 2023 په مهال 62 زره 285 نه زيات غېر قانوني هېواد پړیښودونكې مړه شوي يا بې دركه شوي۔ د شهنوا تر مخه ادارې پخپل كليز راپور كښې وئېلي دي په 62 زره 285 كډوالو كښې 28 زره 854 په اړه دا خيال لرلې شي چې هغه افريائي يا اېشيائي وګړي وو چا چې په بحيره روم د اوړېدو په مهال خپل ژوند بېللے دے ۔راپور كښې وئېلي شوي د كومو هېواد پرېښودونكو پېژندګلي چې شوي په هغوي كښې په دريو كښې يوه برخه د افغانستان ٬ برما ٬ شام ٬ او د ايتهوپيا غوندې هېوادونو څخه وو ۔ د ائي او ايم شمېرو نه معلومېږي جې د تېرو لسيزو په مهال تر ټول بدتر كال د كډوالو لپاره 2023 ؤ ۔په خاص توګه بحيره روم كښې تېر كال 8 زره 541 كسان غېر قانوني كډوالو د خپل ژوند نه لاس وينځلې دي۔