د رمضان پېكج له مخې تراوسه 4 لكه 38 زره 547 كورنيو ته د مرستې چيكونه وركړې شوي۔ظاهر شاه طورو

پېښور 27مارچ(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د خوراك وزير ظاهر شاه طورو وئېلي دي د رمضان پېكج له مخې د صوبې مستحق كورنيو ته د مرستې چيكونو تقسيم د تعطل نه غېر جاري دے٬ د رمضان پیكج له مخې تراوسه 4 لكه 38 زره 547 كورنيو ته د يوې كورنۍ په سر 10 زره روپۍ د مرستې چيكونه وركړې شوي ٬تراوسه 4 ارب 38 كروړه 54 لكه 70 زره روپو چيكونه تقسيم كړې شوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خپل دفتر لخوا جاري يو بيان كښې د رمضان پیكج په اړه تفصيلات كښې كړی۔ظاهر شاه طورو وينا وه چې د رمضان پېكج له مخې به د احساس پروګرام د لارې د صوبې په مجموعي توګه 7 لكه 77 زره 419 مستحق كورنيو ته د مرستې چيكونه وركولې شي۔