د خېبرپښتونخوا تعليم محكمې لخوا د سكول زده كوونكو ته د نوو كتابونو سره د زړو كتابونو وركولو پريكړه

پیښور 27مارچ(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا تعليم محكمې لخوا د سكول زده كوونكو ته نوو كتابونو سره د زړه كتابونو وركولو پريكړه شوی ده۔په دې اړه د خېبرپښتونخوا د تعليم محكمې لخوا د ټولو سكولونو ليډرز ته د زده كوونكو څخه د استعمال شوو كتابونو جمع كولو هدايات شوي ۔د تعليم محكمې لخوا جاري مراسله كښې وئېلي شوي د زده كوونكو څخه به په سمدستي توګه استعمال شوې كتابونه جمع كولې شي۔د زده كوونكو څخه استعمال شوو كتابونو شمېرو اډانه فهرست تر 30 مارچ د وركولو هدايت شوے ۔د تعليم محكمې لخوا په جاري اعلاميه كښې وئېلي شوي د ضرورت له مخې نوې او استعمال شوې كتابونه به وركولې شي۔