په غزه كښې د فلسطينيانو د وژلو له امله اسرائيل په بيړه نړيوال ملاتړ څخه محروميږي ٬ ډونلډ ټرمپ

واشنګټن۔27مارچ(اے پی پی) پخواني امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په غزہ كښې د زرګونو په شمېر د فلسطينيانو وژل تر ټولو لويه تېروتنه ګرځولو سره وئيلي دي د دې په نتيجه كښې اسرائيل په بيړه د نړيوال ملاتړ څخه محرومېږي۔اسرائیلی ورځپاڼې هیوم سره مركه كښې ډونلډ ټرمپ ووئيل په نړيوال ملاتړ كښې د لا كمي مخنيوي لپاره به اسرائيل له په غزه كښې فوري جنګ بندي كول وي۔ ډونلډ ټرمپ ووئيل كه د اكتوبر په څير بريد په امريكا شوے ؤ نو د امريكا رد عمل به هم د اسرائيل په ډول ؤ خو دغې څخه وروستو د اسرائيل لخوا په غزه كښې د وګړو د كورونو په لويه كچه ويجاړول لويه تېروتنه ده۔ دا نړۍ لپاره يو زيات بد عكس دے۔ ده ووئيل زه هره شپه په غزه كښې په خلقو د پاسه د ودانيو راپرېوتل وينم۔ ده ووئيل اسرائيل چې بريد كوؤنكو سره څه هم كوي هغه دې وكړي خو دعامو وګړو په ضد بايد پوځي كارروائي ونه كړي۔ ده ووئيل دا مهال چې په نړيواله كچه د اسرائيل په ملاتړ كښې كوم كمے رامخې ته شوے هغه د اسرائيل د دغه ناوړه عمل نتيجه ده۔ ډونلډ ټرمپ په اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نيتن زور راوړو چې هغه په غزه كښې جنګ تندۍ سره پايې ته ورسوي۔ ده ووئيل په غزه كښې د اسرائيلي اقداماتو له امله د امريكا دننه هم د اسرائيل په ملاتړ كښې كمے رامخې ته شوې ۔ ده ووئيل موجوده امريكائي صدر جوبائيډن د اسرائيل ملګرے نه دے۔ ده ووئيل په اسرائيل بريد ځكه وشو چې بريد كوؤنكو د صدر جوبائيډن هېڅ پرواه نه لرله۔ ده ووئيل كه زه صدر ووم نو په اسرائيل به بريد نه ؤ شوے