د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د پاکستان میډیکل ایسوسي ایشن او ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن پلاوي ملاقات

کوئټه۔ 27 مارچ (اے پي پي )د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي سره د پاکستان میډیکل ایسوسي ایشن او ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن نمائندہ پلاوي ملاقات کړے او ډاکټرز ته په پیښو مسائلو او اولس ته غوره طبي اسانيو وركولو له په وړاندېزونو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ ملاقات كښې د ډاکټرانو او د طبي عملې په غیر حاضرۍ ئې په زیرو ټالرنس پالیسۍ اتفاق کولو سره په لويو روغتونونو كښې د طبي سهولیات ښه كولو لپاره د پبلک پرائیویټ پارټنر شپ په بېلو برخو غور وكړو او روغتونونو كښې د صفائۍ صورتحال لا ښه كولو لپاره ئې خدمات د آوټ سورس کولو پرېكړه وكړه ۔ به دې مهال وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئېل بلوچستان كښې د هیلتھ سروسز په ښه كولو به غریبانانو له ریلیف وركوو ۔ په دې لړ كښې به د ډاکټرز او اسټیک هولډرز د ګټورو وړاندېزونو هر كلے كولې شي ، ده ووئېل په ګده به د هیلتھ کئیر سسټم فعالیت او بهترۍ لپاره اقدامات كولې شي ۔وزیر اعلیٰ ووئېل د غیر حاضرو او دوه ځائيز ملازمت لرونكو ډاکټرز په خلاف به کارروائی كېږي او د حاضر ډاکټرانو به ډاډ ګېرنه كولې شي ۔