منګولیا كښې د سختې واورې ورېدو د لاسه 17 ګاډي خپلو كښې ټکر شول

اولان باتور ۔27مارچ (اے پي پي)منګولیا كښې د سختې واورې ورېدو د لاسه 17 ګاړي خپل مينځ كښې ټکر شوي ۔ د شهنوا تر مخه د مقامي پولیس وياند میډیا ته ووئېل دا پیښه اولان باتور او د چنګیز خان نړيوالې هوائي اډې په لاره رامخې ته شوې خو د مرګونو او ژوېل شوو په اړه تر اوسه كومه اطلاع نه ده تر لاسه شوې ۔ده ووئېل د غیر مستحکم موسمي حالاتو د اونۍ تر آخر د روانه پاتې كېدو امكان دے۔