صوابۍ ، انبار انټرچینج سره نزدې موټرسائیکل پېښی سره مخ شو ، 2 كسان په حق ورسېدل

پیښور ۔ 27 مارچ (اے پي پي )د صوابۍ انبار سيمې موټر وے انټرچینج سره د سړک په پیښه كښې د 2 موټر سائیکل چلونكي په حق ورسېدل او يو كس ژوبل شو ۔ د پولیس وياند تر مخه پیښه د تیز رفتارۍ له امله رامخې ته شوې چې پكښې د موټر سائيكل خوېدلو د لاسه افنان او صالح په هغه دم په حق ورسېدل او شایان شدید ژوبل شو۔ ریسکیو ډلې مړي او ژوبل شوے نزدې روغتون ته منتقل کړي او پولیس مقدمه درج کولو سره لا تفتیش پېل كړے دے ۔