ګلګت بلتستان اسمبلی ، د صحت کارډ بحالۍ قرارداد په متقفه توګه منظور كړے شو

ګلګت۔27مارچ(اے پی پی) ګلګت بلتستان اسمبلۍ د يو قرارداد په متفقه توګه منظوري وركړې ده په كوم كښې چې وفاقي حكومت څخه په ګلګت بلتستان كښې د صت كارډ زر تر زره بحال كولو غوښتنه شوې وه۔ د اسمبلۍ غړې كلثوم فرمان قرارداد ايوان ته وړاندې كولو سره ووئيل صحت كارډ بحالول زيات ضروري دي۔ كله چې د يوې بې وزله كورنۍ يو تن ناروغه شي نو ټوله كورنۍ ورسره ځپلې شي۔ صوبائی وزیر حاجی رحمت خالق د قرارداد ملاتړ كولو سره ووئيل د صحت كارډ بحالي يوه مهمه مسئله ده۔ ټولو غړو د قرارداد ملاتړ وكړو۔ په دې سپيكر نذير احمد اېډوكېټ د قرارداد په متفقه توګه د منظورۍ اعلان وكړو