په ګلګت بلتستان كښې د الېكټرانك ميډيا سيټ اپ لپاره قرارداد منظور

ګلګت۔27مارچ (اے پی پی) په ګلګت بلتستان كښې د پي ټي وي په شمول د الېكټرانك ميډيا سېټ اپ په ځايې كولو له د ګلګت بلتستان اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شوے قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو۔ قرار داد د ګلګت بلتستان اسمبلۍ دوهمې سپيكرې سعدیه دانش او امجد حسین اېډووکېټ ايوان ته وړاندے كړو۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي دي چې ګلګت بلتستان د هېواد يو ضروري او ستراتيجيكي اهميت لرونكې مهمه اكائي ده له دې كبله د څلورو واړو صوبو په څير ګلګت بلتستان كښې دې هم د الېکټرانک میډیا باقاعدہ سېټ اپ په ځايې كړې شي دغسې چې د ګلګت بلتستان سېلګري ٬ كلتور او ځانګړې تهذيب او تمدن په ملي او بېن المللي كچه رامخې ته كړې شي او دا سيمه د هېواد دښمنه قوتونو منفي پروپېګنډې او سازشي ميډيا كمپائن څخه وساتلې كړې شي۔ له دې كبله په ګلګت بلتستان كښې خذمات ترسره كوؤنكو نمائندګانو ته د خبريالانو مساوي حقونو وركولو غوښتنه كولې شي۔ اسمبلۍ دا قرار داد په يوه خله منظور كړو۔