سي ورلډ ابوظهبي تر ټولو ستر واټر پارك په توګه په ګنيز بك آف ورلډ ريكارډ كښې شامل كړے شو

ابوظهبی ۔27مارچ(اے پی پی) د ابوظهبي سي ورلډ ياس جزيره د نړۍ تر ټولو ستر واټر انډور تھيم پارك په توګه په ګنيز بك آف ورلډ ريكارډ كښې شامل كړے شوه۔ د اردو نیوز له مخې په دې موقعه د سی ورلډ یاس جنرل منېجر تھومس کیورلی په ګنیز بک آف ورلډ ریکارډ كښې په اندراج د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره ووئيل دا كاميابي د دې خبرې دليل دے چې تھیم پارک ته راتلونكي د هر عمر وګړي ته د غوره تفريح او زده كړې سهولت سره سره سره د سمنری ژوند تحفظ په اړه پوهاوې هم وركولې شي۔ په ګنیز بک آف ورلډ ریکارډ كښې اندراج سره به د سی ورلډ یاس جزیرے نامه د نړۍ په غوره تفريحي منصوبو كښې تر ټولو زياته ځلنده وي چرته چې ګردې نړۍ څخه راغلې سېلګري د سمندري ژوند او سمندري ښكلا په اړه معلومات ترلاسه كولې شي۔ د میرال ګروپ سی ای او محمد عبداللہ الزعابی او د سی ورلډ ابوظهبی انتظامیې ګنیز بک كښې د نامې د درج كېدو سرټيفكېټ ترلاسه كړو۔ دا خبره دې ياده وي چې په يو لك 83 زره مربع ميټر د جوړ كړې شوي 5 منزله تھيم پارك پرانستې لا يو كال هم بشپړ شوے نه دے۔