چين پاكستان همكارۍ ته د زيان رسولو كومه هم هڅه به كاميابه نه شي٬ د چينائي خارجه وزارت د داسو هائيډرو پراجيكټ په قافله د بريد غندنه

بیجنګ۔27مارچ (اے پی پی) چین په خېبر پښتونخوا كښې د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ په قافله د ترهګر بريد غندنه كولو سره د دې پېښې د بشپړه پلټنيو غوښتنه كولو سره وئيلي دي چين پاكستان همكارۍ ته د زيان رسولو كومه هم هڅه به كاميابه نه شي۔ د چائنا ګلوبل ټېلي ويژن نېټ ورك له مخې د چين د خارجه وزارت وياند په پاكستان كښې د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ په قافله په ترسره شوي ترهګر بريد د شورؤ په ورځ تبصره كولو سره ووئيل چين د دې ترهګر بريد سخته غندنه كوي او پاكستان څخه زر تر زره ددې د بشپړه پلټنيو غوښتنه كوي۔ وياند ووئيل د مارچ په 26 مه نېټه په صوبه خېبر پښتونخوا كښې د چينائي كمپنۍ د داسو هائيډرو پاور پراجېكټ په قافله د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې 5 چينائي او يو پاكستانې په حق ورسېد۔ ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل چين پاكستان څخه غوښتنه كوي چې د دې پېښې زر تر زره بشپړه پلټنې وكړي۔ دې كښې ككړ كسان دې انصاف سره مخ كړې شي۔ وياند ووئيل مونږ پاكستان ته وايؤ چې هغه دې په پاكستان كښې د چينائي وګړو او ادارو تحفظ باوري كولو له فعاله ګامونه پورته كړي۔ چين پاكستان سره د هرې يوې ممكنه هڅې د لارې په فالو اپ آپرېشن كار كوي۔ وياند ووئيل په پاكستان كښې چينائي سفارت چينائي وګړو او كاروباري ادارو ته په ځايي امنيتي صورتحال د نزدې نظر ساتلو ٬ د حفاظتي اقداماتو له ښه كولو او د ترهګر بريدونو په ضد د اضافي حفاظتي تدبيرونو خپلولو هدايت كړے دے۔ ده ووئيل چين او پاكستان پياوړې ملګري دي او سي پېك د پاكستان په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې زيات مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل چين پاكستان همكارۍ ته زيان رسوؤنكې كومه هڅه به كاميابه نه شي۔ ده ووئيل چين د هر ډول ترهګرۍ مخالفت كوي او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان بشپړه ملاتړ كوي۔ د چينائي خارجه وزارت وياند زياته كړه چې چين به په پاكستان كښې د چينائي وګړو ٬ منصوبو او ادارو بشپړه تحفظ باوري كولو له پاكستان سره په پياوړي ډول كار كوي