د متحده عرب امارات او اردني فضائيې په قطبي غزه كښې ایئر ډراپ آپریشن، د مرستې سامان ورسولې شو

غزہ ۔27مارچ (اے پی پی) د اردن او متحدہ عرب امارات(یو اے ای) فضائیې لخوا د قطبي غزه ځپليو لپاره د شريكې مرستې ايئرډراپ آپرېشن وكړے شو۔ د اردو نيوز له مخې د مرستې دا آپرېشن د اردن او يو اے اي ترمينځه په غزه كښې فلسطيني اولس ته د مرستې سامان لپاره د همكارۍ په لړ كښې وكړے شو۔ د ایئرډراپ آپریشن مقصد قطبي غزه او هغه سيمو ته د مرستې سامان رسول دي چرته چې د زمكې دلارې رسېدل ګران دي۔ د ګډې آپرېشن په مهال غزه كښې 22 ټنه د مرستې سامان ډراپ كړے شو۔ د مرستې دې آپرېشن ته الفارس الشهم تھری نامه وركړې شوې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د متحده عرب امارات لخوا دې څخه وړاندې د الوتكو ٬ سمندري بېړو او ټركونو د لارې د مرستې سامان د غزه ځپليو لپاره لېږلے شوے دے۔