د لوړو ذده كړو صوبائي وزير په يونيورسټي اف سائنس اېنډ ټېكنالوجي كښې د سټوډنټس سروس پرانسته وكړه

پیښور۔26 مارچ (اے پي پي) د لوړو ذده كړو صوبائي وزير مينا خان افريدي په انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي پوهنتون پیښور كښې د سټوډنټس سروس سنټر رسمي پرانسته كړې ۔ په دې مهال ده مېډيا ته ووئېل سنټر جديد اسانۍ لري د كوم د لارې به چې د طلباﺀ مسائل د يو چهت لاندې حل كېږي ۔ په سنټر كښې ذده كوونكو ته ټرانسكرپټس ٬ د كورس رجسټرېشن او د ډګرۍ …

پیښور۔26 مارچ (اے پي پي) د لوړو ذده كړو صوبائي وزير مينا خان افريدي په انجينئرنګ اېنډ ټېكنالوجي پوهنتون پیښور كښې د سټوډنټس سروس سنټر رسمي پرانسته كړې ۔ په دې مهال ده مېډيا ته ووئېل سنټر جديد اسانۍ لري د كوم د لارې به چې د طلباﺀ مسائل د يو چهت لاندې حل كېږي ۔ په سنټر كښې ذده كوونكو ته ټرانسكرپټس ٬ د كورس رجسټرېشن او د ډګرۍ كلئيرنس وغېره هر ډول سهولت وركولې شي ۔ ده ووئېل صوبائي جكومت د پوهنتونونو د مسائلو نه ښه خبر دے او ډېر زر به د پوهنتونونو لپاره تل پاتې مالياتي ماډل شېئر كړے شي دغسې چې پوهنتونونه د مالي بحران نه اويستلې شي ۔ په دې مهال صوبائي وزير او د هغه ډلې د ډاكټر قېصر علي خان او د هغه د ډلې د هلو ځلو ستائنه هم وكړه ۔