د هند په غېر قانوني توګه د تسلط لاندې جمو و كشمير كښې په زمكو د قبضې خلاف د كروندګرو احتجاجي پرلت ۔

جمو۔26 مارچ (اے یي پي ) د هند په غېر قانوي تسلط لاندې جمو وكشمير كښې قابض انتظاميه د جمو ضلعې په ار اېس پوره سيمه كښې د كروندګرو زمكې رياستي ملكيت ګرځولي او په هغې ئې قبضې كړي د كومو خلاف چې كروندګرو احتجاجي پرلت وهلے ۔ د كشميرمېډيا سروس تر مخه د جمو وكشمير كسان تحريك او د بهارت كسان يونين جمو وكشمير يونټ د سېوري لاندې دا كسان مارچ 2023 څخه پخپلو زمكو د قضې په ضد او د نور غوښتنو حق له پرله پسې احتجاج كوي۔ احتجاجي كسانان د “مودي سركار مرده باد ” د كسانانو زمكه واپس كړئ او دفعه 370 او 35 A د بحالولو غوندې نعرې وهي ۔ دا شخړه هغه وخت شروع شوې وه چې كله د 370 دفعه ختمولو نه وروستو د تجاوزات په ضد د كمپائن په نام قابض انتظاميه د خلقو په زمكو قبضې كول شروع كړې وې