تركيه٬ د 2023 په مهال د بے روزګارۍ شرح په كليز بنياد كمېدو نه پس 4۔9 پاتي شوه ٬

انقره۔26 مارچ (اے پي پي) تركيه كښې د بې روزګارۍ شرح په 2023 كښې په كليز بنياد د 1 پوائنټ كمېدو نه پس 4 ۔9 پاتي شوې ٬ كومه چې د تېرو لسو كالو په مهال تر ټولو كمه ده۔ د ټي ار ټي تر مخه د تركيه د شماريات ادارې ټي يو ائي د 2023 لپاره د لېبر فورس شمېرې وړاندې كړي د كومو تر مخه چې په 2023 كښې د 15 كالو نه زيات عمر لرونكو بے روزګارو په شمېره كښې د تېر كال 2022 په مقابل كښې 3 لاكهه او 18 زره كسانو كمے راغلے ۔