امريكا٬ ټېكساس كښې بانك لوټ كوونكې 3 ماشومان ونيولے شول

نيويارك ۔26 مارچ(اے پي پي) د امرېكې ټېكساس ايالت كښې د بانك لوټ كوونكې 3 ماشومان نيولې شوي ۔ د اردو نيوز تر مخه د ايف بي ائي وېنا ده په ټېكساس كښې په مبينه توګه د بانك لوټ كوونكې 3 ماشومان نيولې شوي ۔ هيوسټن كښې د هيرس كاونټي شيرف افس وياند په برېښنا ليك كښې د دې خبرې تضديق وكړو چې د بانك لوټ كوونكو ماشومانو عمرونه 11٬ ٬ 12 او 16 كاله دي په چا چې د دړكو وركولو او د ډكيتي مقدمې درج كړې شوي ٬ وياند زياته كړه د ماشومانو عمرونه د 18 كالو نه كم دي ځكه د هغوي نومونه او نور پاتي معلومات پټ ساتلې شي۔ د ايف بي ائي د اړخه د دې وړو غلو عكسونه چې كله پوسټ كړے شول نو د دوو ماشومانو مور او پلار د دوي پېژندلو نه ورستو ايف بي ائي ته د دې اطلاع وركړه او دغسې يو ماشوم د قانون نافذ كوونكو ادارو وپېژندلو ۔