سعودي عرب په غزه كښې جنګ بندۍ له د قرارداد منظورېدو هر كلے وكړو

رياض۔26 مارچ(اے پي پي) سعودي عرب د سلامتي كونسل د اړخه غزه كښې د روان جنګ سمدستي بندلولو لپاره د قرارداد منظورېدو هر كلي كولو سره وئېلي دي دې قرارداد سره به مستقل او تل پاتې جنګ بندۍ لپاره لاره هواري شي۔ د اېس پي اے تر مخه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د اړخه د ګل په ورځ په وړومبي ځل د غزه په پټۍ كښې د روژې مباركې په اړه د سمدستي جنګ بندۍ قرارداد منظور كړے شوے۔ په دې حقله د سعودي عرب د اړخه جاري بيان كښې په وړومبي ځل د قرارداد منظورېدو عمل خوش ائند ګرځولو سره هيله ظاهر كړې شوې چې د سمدستي جنګ بندولو قرارداد څخه به د ټولو بنديوانو خوشي كېدو او په بشري بنيادونو د غزه په پټۍ او خوا وشا كښې ځپليو ته په پراخه بنيادونو د مرستې رسونه ممكن شي ۔