د هند په اتر پردیش ايالت كښې شرخوښو په يوه مسلمانه كورنۍ د هولی رنګ وشيندلو

بجنور۔25مارچ (اے پی پی) د هند د اترپردیش ايالت بجنور ضلع كښې د دھام پور کلي نه يوه ویډیو په سوشل میډیا وائرل شوې چې پكښې څو هندو انتها خوښو په موټر سائیکل روانه بورقعه اچونكې انجلۍ ،يوه بوډۍ او يو ځوان كس اودرولے او په هغوي په پرزبردستۍ رنګونه ورشيندي ۔ د کشمیر میدیا سروس تر مخه وړومبے د ځوان په مخ په زبردستۍ رنګ ولګولې شي ، د دغې نه پس په انجلۍ او بوډۍ رنګ وروشيندي۔ يو انتها پسند د بوډۍ په مخ هم رنګ لګوي۔ د مسلمانې كورنۍ د مخالفت باوجود د هغوي سره زبردستي كېږي ۔ پولیس وئېلي دي په دې لړ كښې په مقدمه درج کولو 4 كسان نيولې شوي۔