د سکیور اسلامک فرانس د اړخه خاران كښې مستحقین له رمضان پیکج وركړے شو

کوئټه ۔ 25 مارچ (اے پي پي) په روژه مباركه كښې د سکیور اسلامک فرانس د اړخه د خاران په 2 كلو كښې مستحقين ته رمضان پیکج وركړے شو ۔ د تفصیلات تر مخه د 400 نه زياتو مستحقو كورنيو ته رمضان پیکیج وركړے شو ۔ د سکیور اسلامک فرانس د اړخه د سروے په مهال ډېرو غریبو كورنيو ته، معذوره كسانو ته او د سیلاب ځپليو په نامه لسټ کولو ټوکن وركړے شوے ؤ ،د ټوکن مراحل په تر سره كېدو باقاعدہ مسکان قلات ګورنمنټ بوائز هائي سکول او ګوزګۍ كلي كښې د خوراك پیکیج وركړے شوي چې پكښې کھجورې،اوړه ،دال او د ورېژو پشمول نور څېزونه شامل دي ۔سینئر پروویشنل کوارډینیټر شفیق الرحمن مینګل،سینئر پروجیکټ افیسر سميع اللہ جمالدیني ،سوشل اورګنائزر زاهد محمد حسني او نورو میډیا ته ووئېل د سکیور اسلامک فرانس د اړخه نوشکي او خاران كښې د رمضان المبارک راشن وركړے شوے ،د ایس آئي ایف مقصد غریبو او مستحقو ته ریلف ورسول دي