د سري لنكا وزیراعظم په 6 ورځنۍ دوره چین ته ورسېد

بیجنګ۔25مارچ (اے پي پي) د سری لنکا وزیر اعظم دینیش ګوناوردینا په 6 ورځنۍ سرکاري دوره چین ته ورسېد۔ د چائنا ګلوبل ټیلي ویژن نیټ ورک ترمخه د سری لنکا وزیراعظم د خپل چیني هم منصب لی چیانګ په بلنه د ګل په ورځ بیجنګ ته ورسېد ۔ د چین خارجه وزارت وياند لن جیان د جمعې په ورځ وئېلي وو د چین لارښود د سري لنکا وزیراعظم دینیش ګوناوردینا سره د دواړو هېوادونو د روایتي دوستۍ جاري ساتلو ، سیاسي اعتماد قوي كولو ، عملي مرستې له پراختيا وركولو سره سره د خوښې په نړيوالو او سيمه ايزو مسائلو به خبرې اترې كوي ۔ هغه ووئېل د 1957 نه د سفارتي اړيكو جوړېدو نه وروستو دواړو هېوادونو عمر له د يو بل مرسته كړې ۔