د سعودي عربستان غزه لپاره د مرستې سامان وړونكې دوه نورې الوتكې مصر ته ورسيدې

ریاض۔23 مارچ (اے پی پی) د سعودي عربستان غزه لپاره د مرستې سامان وړونكې دوه نورې الوتكې د العريش نړيوال هوائي ډګر ته ورسېدې۔ د اېس پي اے له مخې مرستې او بشري خذمات لپاره د شاه سلمان مركز تر انتظام لاندې د دفاع وزارت په ملاتړ دوه نورې الوتکې د مرستې سامان وړولو سره د د مصر د العریش نړیوال هوایی ډګر ته رسیدلې دي۔ د مرستې دې سامان كښې د غزه ځپلي اولس لپاره طبي سامان او د خوراك او شېلټر ضروري توكي شامل دي۔ دا مرسته فلسطيني اولس سره د اودرېدو په لړ كښې د سعودي عربستان د تاریخي كردار فرېم ورك له مخې ده كوم چې بېلو ستونزو او مصيبتونو سره مخ دي۔