د بنګله ديش وزيراعظمې د روسيې صدر له مباركي وركړه

ډهاكه 22 مارچ (اے پي پي)د بنګه دېش وزيراعظمې شيخ حسينه واجد د روسيې صدر ولاديمير پيوټن ته په ټاكنو كښې د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ د روسيې خبري اژانس تاس له مخې د وزيراعظمې ګوند عوامي ليګ تېره ورځ په اېكس وئېلي دي چې وزيراعظمې ولادي مير پيوټن ته د روسيې صدر په ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ بيان كښې وئېلي شوي چې د روسيې صدر په ټاكنو …

ډهاكه 22 مارچ (اے پي پي)د بنګه دېش وزيراعظمې شيخ حسينه واجد د روسيې صدر ولاديمير پيوټن ته په ټاكنو كښې د كاميابۍ په ترلاسه كولو مباركي وركړه۔ د روسيې خبري اژانس تاس له مخې د وزيراعظمې ګوند عوامي ليګ تېره ورځ په اېكس وئېلي دي چې وزيراعظمې ولادي مير پيوټن ته د روسيې صدر په ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ بيان كښې وئېلي شوي چې د روسيې صدر په ټاكنو كښې پنځمې مودې لپاره په لويې اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړې۔ ځايې مېډيا وئيلي چې د بنګله دېش وزيراعظمې د روسيې صدر ته مباركي د ټيلي ګرام د لارې وركړې ده۔ د يادونې وړ ده چې درې ورځنۍ صدارتي ټاكنې د 15 نه تر 17 مارچ وشوې۔ د سينټرل الېكشن كمېشن(سي اي سي)شمېرو له مخې د روسيې صدر ولاديمير پيوټن د كانديد په توګه 87.28 فيصد رايې ترلاسه كړې دي۔

مزید خبریں