جمو۔21 مارچ (اے پي پي) انډين نېشنل كانګرېس وئېلي دي د هند حكومت د كشميريانو سياسي او په معاشي توګه كمزوري كولو لپاره د دوي حمهوري حقونه پرله پسې سلب كوي۔د كشمير ميډيا سروس تر مخه د انډين نېشنل كانګرېس د مقبوضه جمو كشمير سيمې د وركنګ كمېټغ صدر رمن بهلا د جمو په سيمه ار اېس پوره كښې يوې اجتماع ته وېنا كښې په مقبوضه سيمه كښې د موجوده …
د هند حكومت د كشميريانو سياسي او په معاشي توګه كمزوري كولو لپاره د دوي حمهوري حقونه پرله پسې سلب كوي ٬ كانګرېس

مزید خبریں
جمو۔21 مارچ (اے پي پي) انډين نېشنل كانګرېس وئېلي دي د هند حكومت د كشميريانو سياسي او په معاشي توګه كمزوري كولو لپاره د دوي حمهوري حقونه پرله پسې سلب كوي۔د كشمير ميډيا سروس تر مخه د انډين نېشنل كانګرېس د مقبوضه جمو كشمير سيمې د وركنګ كمېټغ صدر رمن بهلا د جمو په سيمه ار اېس پوره كښې يوې اجتماع ته وېنا كښې په مقبوضه سيمه كښې د موجوده بدتر صورتحال په غبرګون كښې ووئېل د جمهوري حقونو پرله پسې معطلۍ په سبب په اولس كښې لويه ناقلاري ليدې شي۔ هغه ووئېل د مقبوضه سيمې د خصوصي حېثيت خاتمې نه وروستو كشميريانو ته څه په لاس ورنغلل ٬ هغه ووئېل جمو وكمشمير د هند نيغ په نيغه زير انتظام راوستل يو ډېر غلط اقدام ؤ او بي جے پي دا هر څه په سيمه كښې د خپل واك اختيار مسلط كولو لپاره وكړل۔ هغه ووئېل كانګرېس به د بي جے پي د ناسمه پالېسيو مقابله دغسې روانه ساتي۔










