دبئۍ ۔21 مارچ (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د دبئۍ سول عدالت يوه كمپني ملازم ته د 2 لاكه درهم معاوضه وركولو بابند كړې ٬ د الامارات اليوم تر مخه كاركن عدالت ته رجوع كولو كښې استدعا كړې وه چې ما له د كمپنۍ نه خپله 5 لاكه معاوضه واخلې٬ ځكه چې د كمپنۍ مالك په ده د تنخواه په لېټر كښې د جعلسازۍ تور لګولے ؤ …
دبئۍ كښې عدالت يو كاركن ته د 2 لاكهه درهم معاوضه وركولو امر وكړو

مزید خبریں
دبئۍ ۔21 مارچ (اے پي پي) په متحده عرب امارات كښې د دبئۍ سول عدالت يوه كمپني ملازم ته د 2 لاكه درهم معاوضه وركولو بابند كړې ٬ د الامارات اليوم تر مخه كاركن عدالت ته رجوع كولو كښې استدعا كړې وه چې ما له د كمپنۍ نه خپله 5 لاكه معاوضه واخلې٬ ځكه چې د كمپنۍ مالك په ده د تنخواه په لېټر كښې د جعلسازۍ تور لګولے ؤ ۔ په كاركن دا تور لګولے شوے ؤ چې ده د تنخواه لوظنامه د 5 زره درهم نه 20 كړې ده٬ عدالت د تورن او كمپنۍ بيانونه اورېدو او شواهدو نه وروستو ملازم د تورونو نه بري كړے او كمپنۍ ته ئې د 2 لاكهه درهم هغه ته د وركولو او د پیسو تر نه وركولو د 5 فيصده ګټې وركولو سره د مقدمې د خرڅونو وركولو هم امر كړے دے ۔










